انصار: ( دغبرګولی۱)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په بغلان ولایت کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي.
د یوناما بشري چارو مرستیال اندریکا راټوات له بغلان څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې په مړو شویو ۱۸۲ کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې بدخشان، بغلان او تخار کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو وړاندې کولو لپاره استول شوې دي. اندریکا راټوات ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې تراوسه د ۱۵ زرو سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31690